په ډیر تأسف سره چې د فلسطین په غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو لخوا نسل وژنه جریان لري او هره ورځ هلته وضعیت د ټولو انساني اصولو خلاف د لا ډیر خرابیدو په طرف روان دی.
د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، د بشري مرستو لارې بندې دي، د ټپيانو او شهیدانو د انتقال فرصت نه ورکول کیږي، د مظلومو مسلمانو د سیمو غصب روان دی، هره ورځ ډيره خطرناکه او نا متوازنه وسله استعمالیږي او له ټولو دردونکي خبره داده چې د نړۍ هېوادونه، ذي دخله جهتونه، بشري نهادونه او نور مربوطه سازمانونه یا چوپه خوله دي او یا یې ډير کم څه کړي دي.
موږ یوځل بیا په غزه باندې د اسرائیلو بریدونه او نسل وژنه په کلکو ټکو غندو.
په ټولو هېوادونو غږ کوو چې د دغه ناورین د پای ته رسیدو لپاره هر څه عاجل مثبت اقدامات وکړي او هلته روان ظلمونه او وحشتونه پایته ورسوي.
په افغانستان کې په ټول ملت غږ کوم چې نن د جمعې په ورځ له لمانځه وروسته د مسجدونو په محوطو کې په یوه غږ د فلسطین د مسلمانانو سره د خواخوږئ، همدردۍ او د هغوی له داعیې څخه د ملاتړ په منظور د قرآن کریم ختمونه وکړي، فلسطیني مجاهدینو او ملت ته د نجات او نصرت دعاګانې وکړي او په عموم کې له هغوی سره خپله همدردي ښکاره کړي.
له الله تعالی څخه غواړم چې د دغو بیچاره او مظلومو مسلمانانو نصرت وکړي، اسرائیلي اشغالګر او د هغوی بهرني ملاتړي هلاک، برباد او ذلیله وګرځوي. آمین یارب العالمین
د افغانستان رئیس الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخند
۲/۱۲/۱۴۴۶هـ ق
۹/۳/۱۴۰۴هـ ش ــ 2025/5/30 م