یوځل بیا د نړېوالې جنایي محکمې تر نوم لاندې یو نهاد اعلان کړی چې د اسلامي امارت ځینې مشران باید ونیول شي او محاکمه کړای شي.
داسې اعلانونه او اوتې بوتې، د اسلامي امارت په کلک هوډ او شرعي موقف باندې هيڅ اغیز نشي کولای.
موږ د نړیوالې جنایي محکمې په نوم او عنوان هیڅ نهاد نه پيژنو او نه ورته کوم التزام لرو.
په داسې حال کې چې د فلسطین په غزه کې د اسرائیلي صهیونیست رژیم او د هغو د بهرنیو ملاتړو لخوا نسل وژنه روانه ده او د په اصطلاح نړیوالې جنایي محکمې تر سترګو لاندې هره ورځ سلګونه ښځې او ماشومان بې له کوم دلیل څخه وژل کیږي د بشرحقوقو، نړیوالې جنایي محکمې او انصاف شعارونه ورکول د شرم او خجالت خبره ده.
د افغانستان اسلامي امارت رهبري او مشرانو په افغانستان کې د اسلامي شریعت د سپيڅلو قوانینو په اساس بېساری عدالت حاکم کړی.
د اسلامي شریعت قوانینوته د بشر خلاف او ظلم نسبت کول او تطبیق کوونکو ته یې د نیولو او محاکمې کولو اخطارونه ورکول، د اسلام له سپيڅلي دين او شرعي قوانینوسره ښکاره دښمني او کرکه په ډاګه کوي او د ټولو مسلمانانو معتقداتو ته سپکاوی دی.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند
۱۲/۱/۱۴۴۷هـ ق
۱۷/۴/۱۴۰۴هـ ش ــ 2025/7/8 م