بسم الله الرحمن الرحیم
د افغانستان اسلامي امارت د شرعي اصولو په رڼا کې د خپل متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې له ټولو هېوادونو سره د دوه اړخیزو او مشترکو ګټو په اساس مثبتې اړیکې غواړي.
امریکا ته په ټولو دوه اړخیزو مذاکراتو کې روښانه شوې ده چې د اسلامي امارت لپاره د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا له هرڅه زیات اهمیت لري.
د یادولو ده چې د دوحې په هوکړه لیک کې امریکا ژمنه کړې چې «د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر ضد له ځواک او ګواښ څخه کار نه اخلي او نه به یې په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي»، نو په کار ده چې دوی خپلو ژمنوته پابنده واوسيږي.
په دې اساس یوځل بیا یادونه کیږي چې د تیرو ناکامو تجربو د تکرار پر ځای باید عقلاني او واقعبینانه تګلاره خپله شي.
د افغانستان اسلامي امارت
۲۸/۳/۱۴۴۷هـ ق
۳۰/۶/۱۴۰۴هـ ش ـ 2025/9/21م