د ثور د اووم او اتم تاريخي ورځو په اړه د افغانستان اسلامي امارت اعلاميه

د ثور د اووم او اتم تاريخي ورځو په اړه د افغانستان اسلامي امارت اعلاميه

له نن نه پوره (۴۷) کلونه وړاندې د ثور په ۷مه (۱۳۵۷ لمريزکال) د کمونيزم د لښکرو لخوا د وخت د حکومت په ضد نظامي کودتا وشوه او د يو غيور مسلمان ملت پر حريم د کمونیستي تيري لپاره زمینه مساعده شوه. 

دا کار د دې لپاره وشو چې د افغانستان خاوره خپله مستعمره او خلک يې د ځان غلامان وګرځوي او خپله کمونيستي مفکوره پرې تحميل کړي؛ خو د افغانستان مجاهدو او ازادۍ غوښتونکو مسلمانانو په تش لاس د شلمې پېړۍ د شوروي استعمار خوب رښتيا کېدو ته پرې نښود. په ميړانه يې پوره (۱۴) کاله مبارزه وکړه او بالاخره يې د ثور په ۸مه (۱۳۷۱ لمريزکال) خپله ازادي او استقلال تر لاسه کړ. الحمدلله والمنة 

اسلامي امارت د ثور د ۷ کودتا او ورپسې زموږ په پاک حریم کمونیستي تاړاک غندي او د ثور ۸ مه بیا د خپل هیواد د آزادۍ او افتخار تاریخي ورځ او لوی الهی نعمت بولي چې باید شکر یې ادا کړو. 

هغه مهال د افغانستان مظلوم او زورېدلي خلک خوښ و، چې د خپل څوارلس کلن جهاد ثمره يې تر لاسه کړه او نور به په وطن کې د ازادۍ، ارامۍ او د خپلې خوښې شرعي نظام تر سيورې لاندې ژوند ته پريښودل شي، خو څو جاه طلبو او د قدرت تږيو يې يو ځل بيا سپېڅلي ارمانونه د تنظیمي جګړو او خپل منځي اختلافاتو په اور کې لولپه کړل او د افغانستان د مسلمانو خلکو سترې هيلې او د سوچه شرعي نظام د راتګ او استحکام اميدونه خاورې شول.

موږ د ثور اوومې او اتمې تاريخي ورځو په رارسېدو یوځل بیا یادونه کوو چې اسلامي امارت لکه چې د خپل وطن د خپلواکۍ د اعادې، وحدت او اتفاق راوستلو، د هرج و مرج له منځه وړلو او شرعي نظام د نفاذ لپاره تأسیس شوی و، هغه هدف ته رسیدلی، اوس د دې وخت دې چې د خپل شرعي نظام څخه کلکه ساتنه وشي او د یو با ثباته او په اسلامي نظام مزین افغانستان د دوام او قوام لپاره ټول افغانان سره یو موټی او متعهد واوسئ. وفقناالله و ایاکم لما یحب و یرضی. 

د افغانستان اسلامي امارت

۲۹/۱۰/۱۴۴۶هـ ق

۷/۲/۱۴۰۴هـ ش ــ 2025/4/27م