بسم الله الرحمن الرحیم
له نن څخه یوسل او شپږ کاله وړاندې په همدې ورځ د افغانستان مسلمان او غیورو خلکو د الله پاک په نصرت سره د یوې قوي جهادي معرکې په برکت د وخت استعمار انګليسي امپراطوري دې ته مجبوره کړه چې د افغانستان بشپړ استقلال ومني او زموږ د وطن د بهرني سیاست صلاحیت چې هغه مهال د انګریزانو لخوا سلب شوی و، بیرته افغانانوته اعاده کړي.
دغه کامیابي د افغان مجاهدینو د جهاد، سرښندونو او قربانیو په نتیجه کې ترلاسه شوه چې تر نن ورځې زموږ خلک پرې ویاړې او ستاینه یې کوي.
همدا راز له دغې بریا وروسته افغانانو په دوه نورو سترو محاذونو کې (د شوروي اتحاد په مقابل کې او بیا د امریکايي اشغال په وړاندې) هم پرلپسې بریاوې تر لاسه کړې چې الحمد لله د افغانانو په تاریخ کې د میړانې او سرښندونو ستر باب ترې جوړ شو.
په یوه پيړۍ کې د نړۍ د دریو سترو قوتونوته ماتې ورکول لومړی د الله تعال جل جلاله نصرت او احسان دی او بیا د دې مجاهدو خلکو کلک ایماني هوډ او غیرت و چې د خپل دین، عقیدې او استقلال په ساتنه کې یې څرګند کړ.
اوس د دې وخت دی چې زموږ ځوانان او راتلونکي نسلونه هم د خپلو اسلافو په قدم ګام کیږدې او همیشه د هر ډول تجاوز او اشغال په وړاندې په خورا کلکه اراده او قوي عزم ودریږي او له تیر تاریخ څخه مثبته زده کړه وکړي.
نن د اسد ۲۸ مه د استقلال ورځ په داسې مهال لمانځو چې څلور ورځې وړاندې مو د امریکايي اشغال څخه د فتحې او آزادۍ ورځ ولمانځله دا پرلپسې خوشحالۍ زموږ څخه د الله تعالی پرلپسې شکرانې او اطاعت غواړي او موږ باید د مقدس شریعت کلکه پابندي وکړو او هره کامیابي د الله تعالی جل جلاله احسان او نصرت وبولو. والسلام
د افغانستان اسلامي امارت
۲۵/۲/۱۴۴۷هـ ق
۲۸/۵/۱۴۰۴هـ ش ــ2025/8/19م