د ايران اسلامي جمهوريت له حکومت او ولس څخه د څلورو لسيزو په موده کې د افغان مهاجرينو د کوربهتوب له امله مننه کوم.
دا چې په دې وروستیو کې د ایران حکومت د هغو افغان مهاجرینو د ایستلو تصمیم نیولی چې د اقامت قانوني اسناد نه لري، د ايراني مسؤولينو خپله پرېکړه ګڼم.
د افغان مهاجرینو اړوند د ا.ا.ا. د مسؤوليت له مخې مو تل له ايراني لوري غوښتنه کړې ده چې د افغان مهاجرينو د ایستلو په بهیر کې د تدريج، ابرومندۍ او د ښه ګاونډیتوب اصل ته پام وکړي تر څو له يوې خوا د اخراج پرمهال د مهاجرينو حقوق حفظ شي او له بلې خوا د افغان حکومت مسئولې ادارې وکولای شي د مهاجرينو د تنظيم چارې په ښه توګه مديريت کړي.
زه پر ايراني مسؤولينو غږ کوم چې د افغان مهاجرينو د اخراج پرمهال د هغوی د حقوقو له نقض او سپکاوي ډډه وشي او اجازه ورکړي تر څو مهاجرين خپل منقول اموال وطن ته ولېږدولای شي او غیر منقول اموال او حسابونه په مناسبه توګه راغونډ کړي.
همداراز له ايراني مسؤولينو هیله لرو چې د اخراج پرمهال د مهاجرينو په تمځايونو کې ټولې لازمې اسانتياوې برابرې کړي، تر څو په دې شدیده ګرمي کي له هغو مشکلاتو سره چې تېرو څو اوونيو کې مخ شول، بیا مخ نه شي.
د اسلامي امارت مسئولینو او قدرمن ولس چې د خپلو راستنیدونکو وروڼو کوم خدمت وکړ د زړه له تله مننه ترې کوم او له الله تعالی څخه دوی ته په اینده کې هم د لازیات خدمت توفیق او عظیم اجر غواړم.
په پای کې يو ځل بيا ټينگار کوم چې ايراني مسؤولين بايد د مهاجرینو په اخراج کې له تدريج او زغم څخه کار واخلي، ترڅو دا موضوع د دواړو ملتونو ترمنځ د کرکې او نفرت لامل نه شي.
والسلام
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء
۱۴۴۷/۱/۱۴ھ ق
۱۴۰۴/۴/۱۹ ھ ش - 2025/7/10م