قال الله تبارک وتعالی:(إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا) الفتح: (۱)
وقال الله تبارک تعالی: (وَإِنَّ جُنْدَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ) الصافات (۱۷۳)
وقال رسول الله صلی الله علیه وسلم: الحمدُ للَّهِ الَّذي صدقَ وعدَهُ ، ونصرَ عبدَهُ ، وَهَزمَ الأحزابَ وحدَهُ . الحدیث (رواه ابن ماجه)
والصلاة والسلام علی سیدالمرسلین وعلی آله و اصحابه اجمعین
الحمدلله، د اسلامي امارت د مجاهدینو په لاس د الله جلّ جلاله په نصرت سره د عظیمي فتحې او د امریکا او د هغوی د متحدینو له اشغال څخه د افغانستان د فتحې څلورم کال پوره شو.
او په افغانستان کې د سپيڅلي شرعي نظام د راوستلو لپاره افغانانو تقريبا له پنځوسو کلونو څخه خورا ډیر ډیر تکالیف وزغمل او ډیرې زیاتې قربانۍ یې ورکړې.
افغانستان د اشغال له ختمیدو وروسته د یوه سپيڅلي شرعي نظام خاوند شو، له څو لسیزو وروسته په ټول وطن کې سرتاسري امن راغی، خلک مو د شرعي قوانینو په رڼا کې له فساد، ظلم، غصب، مخدره موادو، غلا، چور او تالان څخه وژغورل شول، د افغانستان د آبادۍ او بیا رغیدو لپاره ښه زمینه مساعده شوه او وطنوالو مو له ژبني، قومي، سمتي، ګوندي، او نورو اختلافاتو څخه نجات پیدا کړ، دا لوی الهي انعامات دي چې باید زموږ خلک یې هیر نه کړي او د فتحې د ورځې د یادونې په مهال د الله تعالی ډیر شکر ادا کړي ترڅو دا نعمتونه نور هم زیات شي. او که خدای مه کړه د نعمتونو شکر ادا نه کړو نا شكري يې وکړو بیا به د الله جلّ جلاله په سختو عذابونو مبتلا شو.
قال الله تعالی: لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِنْ كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ.سورة ابراهیم ۷ ایت
همدا راز باید د خپلو مجاهدینو د جهاد د شهیدانو، بندیانو، معلولینو د قربانیو او تکالیفو قدرداني وکړو.
د اسلامي امارت ټولو مسؤلینو ته مو جدي هدایت دی چې د خپل شرعي نظام او مسلمانانو په خدمت کې و اوسي او د خلکو د سوکالۍ او ارامۍ لپاره کوښښ وکړي او د اسلامي امارت ټول وزیران او کابینه دي د سرپرست کلمه نه استعمالوي.
د اسلامي امارت ټول مسئولین باید د جهاد په لاره کې د شهیدانو کورنۍ په یاد ولري، د یتیمانو د پالنې او ساتنې یې پوره پوره خیال وساتي.
له الله تعالی څخه غواړو چې زموږ وطن د تل لپاره په شرعي نظام آباد ولري او الله تعالی دې له هر ډول دښمنانو څخه په خپل حفظ او امان کې لري. الله پاک دي ټول مسلمه امت ته اتحاد او اتفاق ور په برخه کړي، د فلسطین مسلمانانو ته دي الله تعالی مبینه فتحه ورنصیب کړي. آمین یا رب العلمین
د افغانستان اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین
شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده
۲۱/۲/۱۴۴۷هـ ق
۲۴/۵/۱۴۰۴هـ ش ــ 2025/8/15م