د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون مازديګر د سرپل والي محترم مولوي ظريف مظفر سره وکتل.
د کتنې په پيل کې محترم مولوي ظريف مظفر د سرپل ولايت د ټولنيز او امنيتي وضعيت او سيمه ييزې حکومتولۍ په اړه د رياست الوزراء اداري مرستيال ته معلومات ورکړل.
د سرپل والي وويل، مجاهدين او په دې ولايت کې د اسلامي امارت مسؤلين تل د خلکو په خدمت کې دي او هڅه کوي امنيت تأمين او خلک هوسا واوسي.
نوموړي همداراز د انکشافي چارو، روغتيا او کارموندنې په برخو کې د خلکو غوښتنې او له ګاونډيو هيوادونو څخه د راستنېدونکو هيوادوالو موضوع مطرح کړه او ورته يې د لا زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
ورپسې د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وويل، اسلامي امارت د امنيت تأمين، د خلکو چارو ته رسيدګي او همداراز د ګاونډيو هيوادونو لخوا په جبر د اخراج شويو هيوادوالو د ستونزو حل ته ژمنتيا لري او د دې چارو د ترسره کولو لپاره يې د مسؤلينو د هڅو پر دوام ټينګار وکړ.#