د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن په داسې حال کې چې د نیمروز والي محترم شیخ محمد قاسم خالد ، د اسلامي امارت یو شمېر امارتي مسؤلینو او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ګومارل شویو پلاویو مسؤلینو یې ملتیا کوله، د نیمروز ولایت په ورېښمو پل بندر کې له ایران څخه د راستنېدونکو هیوادوالو د راستنېدو بهیر څخه لیدنه وکړه.
د دې کتنې پر مهال د ریاست الوزراء اداري مرستیال د راستنېدونکو مهاجرینو وضعیت له نږدې وڅاره او د اړوندو پلاویو مسئولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې چې ژر تر ژره د راستنېدونکو کډوالو چارو ته رسیدګي وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیایي خدماتو, د کډوالو د ثبت، تثبیت او موقتې استوګنې، اصلي ولایتونو ته د هغوی دلېږد، د مالي چارو د تنظیم او کډوالو ته د نورو خدماتو برابرولو په برخه کې د اړوندو پلاویو خالصانه هڅې تقدیر کړې.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال همدا راز د راستنو شویو هیوادوالو غوښتنې او ستونزې واورېدې او اړوندو مسئولینو ته یې ټینګار وکړ چې د کډوالو اساسي اړتیاوو ته رسیدګي وکړي.
په پای کې محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، اسلامي امارت کوښښ کوي چې له ګاونډیو هیوادونو څخه راستنېدونکو هیوادوالو سره لازمه همکاري وشي.#