د ازبکستان لومړي وزیر ته د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي ښه راغلاست

د ازبکستان لومړي وزیر ته د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي ښه راغلاست

د ازبکستان لومړی وزیر محترم عبدالله عارف‌اوف چې د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن له غرمې مخکې کابل ته راغی، د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي او د اسلامي امارت یو شمېر وزیرانو او مسوولینو ورته په کابل بین المللي هوایي ډګر کې ښه راغلاست ووایه. 

د ویلو ده چې کابل ته د محترم عبدالله عارف‌اوف د سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو ښه والی، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د ازبکستان هیواد د محصولاتو او تولیداتو د نندارتون پرانیستل دي.