له ازبیکستان سره د ۲۴۳ میلیون ډالرو په پانګونې د برېښنا څلورو پروژو قراردادونه لاسلیک شول

له ازبیکستان سره د ۲۴۳ میلیون ډالرو په پانګونې د برېښنا څلورو پروژو قراردادونه لاسلیک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د افغانستان برېښنا شرکت او ازبیکستان ترمنځ د برېښنا څلورو پروژو قراردادونه لاسلیک شول. 

د دې قراردادونو د لاسلیک په مراسمو کې د ازبیکستان د انرژۍ وزیر جورابیک ميرزا محمدوف هم حضور درلود. 

په دې پروژو کې د ۱۰۰۰ مېګاواټه په ظرفیت د سرخان – دښت الوان ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزي غځولو، د ۸۰۰ مېګاولټ امپير په ظرفیت د ارغندۍ سب سټېشن پراختیا، د ۸۰۰ مېګاواټه په ظرفیت د کابل – شیخ مصري ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزي غځولو او د ۱۲۶ مېګاولټ امپیر په ظرفیت د ننګرهار شیخ مصري سب سټېشن جوړولو پروژې شاملې دي، چې د ازبیکستان له لوري پرې شاوخوا ۲۴۳ میلیون ډالر پانګونه کېږي. 

د دې پروژو په بشپړېدو سره به افغانستان له ازبیکستان څخه له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا ترلاسه کړي، چې چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې تکمیل شي.