ملي تدارکاتو کمېسیون د ۸۲۸ میلیون افغانیو په لګښت شپږ پروژې منظور کړې

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۸۲۸ میلیون افغانیو په لګښت شپږ پروژې منظور کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن په مرمرينه ماڼۍ کې ترسره شوه.

د ملي تدارکاتو کمېسیون دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۲۸ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې. له بحث وروسته ۱۹ پروژې تعدیل، د ۸۲۸ میلیون افغانیو په ارزښت شپږ پروژې منظور او د یوې پروژې قرارداد فسخه شو. 

همدارنګه د یوې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه څو یې بیاځلې تدارکاتي پروسه و ارزوي. د یوې بلې پروژې په اړه جلا ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو له ګټونکي شرکت سره د پروژې د قېمت په اړه مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

په تعدیل شويو او منظور شويو پروژو کې د کابل ښار د یو شمېر داخلي سړکونو جوړول او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي. منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویليږي.#