د فاریاب قیصار ولسوالۍ ته  د ریاست الوزراء اداري مرستیال سفر او د هغې ولسوالۍ علماوو، مشایخو ، مجاهدینو، متنفذینو ، مخورو او مسؤلینو سره لیدنه

د فاریاب قیصار ولسوالۍ ته  د ریاست الوزراء اداري مرستیال سفر او د هغې ولسوالۍ علماوو، مشایخو ، مجاهدینو، متنفذینو ، مخورو او مسؤلینو سره لیدنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په داسې حال کې چې د ښار او کور جوړولو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني، د فاریاب والي  محترم مولوي عبدالاحد فضلي  او د هغه ولایت نورو  مسؤلینو، یې ملتیا کوله، نن ماسپښین د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ ته  سفر وکړ او د هغې ولسوالۍ علمای کرامو، مشایخو ، مجاهدینو، متنفذینو ، مخورو او مسؤلینو سره یې وکتل.

په دې کتنه کې محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي نظام، یووالي او امنیت د ټینګښت لپاره د قیصار ولسوالۍ د خلکو د مبارزو او سرښندنو  په اړه خبرې وکړې او همدارنګه یې د افغان کډوالو پر وړاندې چې په اجباري توګه له ګاونډیو هیوادونو رااېستل کېږي د اسلامي امارت د اجراتو او کړنو یادونه وکړه او د خلکو له ټولو اقشارو یې وغوښتل چې د توان ترحده مهاجرینو سره په مرسته او همکاري کې سهیم شي

د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، راستنېدونکو کډوالو ته د خدماتو وړاندې کول زموږ ټولو اسلامي او اخلاقي  مسئولیت  دی، نو لازمه ده د هغوی د ملاتړ او حمایت اقدام وکړو.

د قیصار ولسوالۍ علماوو، مشایخو ، مجاهدینو او اوسېدونکو د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي ته د ښه راغلاست پرمهال د اسلامي نظام د تحکیم، د امنیت د تامین او د خلکو د ستونزو د رفع کولو په خاطر د اسلامي امارت د رهبري او 

مسئولینو په هڅو او زحمتونو خوښي څرګنده کړه.

هغوی مهاجرینو ته د هرکلي د تیاري ترڅنګ همدارنګه ډاډ ورکړ چې د راستنو شویو وروڼو ترڅنګ به وي.