د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د طوطي میدان د ګازي ساحو د څېړنې او استخراج پروژې د عملي چارو په پرانیست غونډه کې ګډون وکړ.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د دغو ګازي ساحو د عملي چارو پيل د پانګونې په برخه کې مهم ګام وباله او ویې ویل، په داسې لویو او مهمو پروژو پانګونه ټولو هیوادونو او پانګوالو ته واضح پیغام ورکوي، چې په افغانستان کې امنیت تأمین او د هر ډول پانګونو لپاره ښه زمینه مساعده ده.
نوموړي زياته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیاست پر اساس د ممکنه اسانتیاوو په برابرولو سره ټولو بالقوه پانګوالو ته ښه راغلاست وايي او ملاتړ یې کوي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، په دې سره به زیات شمېر هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر، په کور دننه به د ګازو اړتیا تر ډېره حده پوره، په وارداتي ګازو او برېښنا به د هېواد تکیه راکمه او په تدریجي توګه به بهر ته د ګازو د صادرولو زمینه مساعده شي.
محترم ملا صاحب وويل، د دې پروژې په عملي کولو سره به د سوداګرۍ انډول تر یوې کچې برابر او په لویه کې به د هیواد د اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال یو ځل بیا پر ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو او سوداګرو غږ وکړ، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او د دې هیواد له نسبي مزیتونو ګټه واخلي.
په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د طوطي میدان ګازي ساحو د څېړنې او استخراج له قراردادي شرکت څخه وغوښتل، چې خپل کارونه ټولو معیارونو او اصولو ته په پام په ښه ډول ترسره کړي.#