د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال د کونړ زلزله ځپلو او له زلزله ځپلو سيمو ليدنه وکړه

د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال د کونړ زلزله ځپلو او له زلزله ځپلو سيمو ليدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په داسې حال کې چې د ننګرهار او کونړ والیانو، د سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ شهاب الدین دلاور او د پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس ملا نورالدین ترابي او يو شمېر مسؤلينو يې ملتیا کوله د کونړ له زلزله ځپلو او د زلزله ځپلو سیمو د لیدنې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له زلزله ځپلو سره د لیدنې پرمهال پر دې ستر ناورین خپله ژوره خواشيني څرګنده او د زلزلې له امله د شهیدانو پاک روح ته يې د دعا ترڅنګ ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله وکړه.

محترم ملا عبدلغني برادر اخوند د اسلامي امارت په استازیتوب په دې ستر غم کې ځان شریک وباله وې ویل، په تېرو څلورو کلونو کې دا درېیم ځل دی چې د سختو زلزلو له امله هیوادوالو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوړي، خو اسلامي امارت د امکاناتو د محدودیت باوجود پر دې توانیدلی چې پر وخت د زیانمنو لاسنیوی وکړي. 

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کونړ زلزله ځپلو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د دوی ترڅنګ ولاړ دی او ټولو امارتي مسؤلینو ته يې هدایت کړی چې مرستې را ټولې او په شفاف ډول یې پر مستحقو زیانمنو وویشي. نوموړي همدارنګه د هیواد پر سوداګرو، پانګوالو او خیریه بنسټونو هم غږ وکړ چې د کونړ له زلزله ځپلو سره خپلې مرستې جاري وساتي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د زلزلې له امله د زیانمنو سیمو د بیارغونې له پاره ترلاس لاندې اړینو پلانونو ته په اشارې وویل، هڅه کوي په زلزله کې د ورانو شویو کورونو د بېرته رغولو له پاره امکانات برابر او په راتلونکي کې د طبیعي پېښو د زیان کچې را کمېدو له پاره هر اړ خیز تدابیر ونیسي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ټولو هغو هیوادونو، هیوادوالو، ملي سوداګرو او خیریه بنسټونو چې د کونړ له زلزله ځپلو سره یې مرستې کړي د مننې ترڅنګ، پر نړیواله ټولنه غږ وکړ چې په دې سختو شرایطو کې دې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي، څو زیانمنو افغانانو ته د مرستو رسولو او اقتصادي ستونزو ته د رسیدنې بهیر پر وړاندې شته خنډونه له منځه ولاړ شي.

د دې ليدنې په پای کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د هیواد شمال ته د خپل کاري سفر یادونه وکړه وې ویل: په سفر تللی و، که نه د زلزلې په لومړۍ ورځ به یې په دغه ستر غم کې له زیانمنو هیوادوالو سره ګډون کړی و.#