په افغانستان کې د لس میلیارد ډالرو په پانګونې سره د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید تفاهم ‌لیک لاسلیک شو

په افغانستان کې د لس میلیارد ډالرو په پانګونې سره د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید تفاهم ‌لیک لاسلیک شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د اوبو او انرژۍ وزارت او عزیزي انرژي خصوصي شرکت ترمنځ د لس میلیارد ډالرو په پانګونې سره د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید، لېږد او وېش په برخه کې تفاهم ‌لیک لاسلیک شو.

د دغه تفاهم‌ لیک د لاسلیکولو پرمهال د عزیزي انرژي خصوصي شرکت عمومي رئیس محترم میرویس عزیزي وویل، د اسلامي امارت په همکارۍ او ملاتړ د دغه پانګونې لپاره قوي هوډ او پوره ژمنتیا لري چې سر له سبا به یې عملي چارې پيل شي.

عزیزي انرژي خصوصي شرکت به د هېواد په مختلفو برخو کې له ګازو، ډبرو سکرو، اوبو، باد او لمر څخه لس زره میګاواټه برېښنا تولید کړي. په دې سره به له ۷ تر ۱۰ کلونو په جریان کې افغانستان د برېښنا د تولید په برخه کې بشپړې خودکفایۍ ته ورسېږي او ان بهرنیو هېوادونو ته به هم برېښنا صادره کړي. د لس زره میګاواټه برېښنا څخه به څلور زره میګاواټه برېښنا عامو هېوادوالو او شپږ زره میګاواټه صنعتي فابریکو ته ځانګړې وي، چې له مخې به یې په زرګونو نوې فابریکې جوړې شي، په میلیونونو افغانانو ته به د کار زمینه برابره او د هېواد اقتصاد به ورسره پام وړ پرمختګ وکړي.

د دغه تفاهم ‌لیک له لاسلیک وروسته به سبا ورځ (د زمري په ۱۲مه نېټه) د اوبو او انرژۍ وزارت او عزیزي انرژي خصوصي شرکت تخنیکي ټیمونه اړوندو سیمو ته ولاړ شي، د لسو ورځو په جریان کې به سروې بشپړه او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به یې ډیزاین چمتو شي. له شپږو میاشتو وروسته به په لومړي سر کې له دوه تر درې زره میګاواټو برېښنا د تولید پروژو عملي چارې پيل شي.#