د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په کنفرانس کې چې د کابل ولایت مقام او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په ګډه جوړ کړی وو، ګډون او وینا وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دې کنفرانس پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه وې ویل، د افغانستان اسلامي امارت د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او ملاتړ لپاره هیڅ راز هڅې نه درېغوي، دغه راز له سوداګرو او پانګوالو هم توقع لري هر هغه څه چې د دوی په توان کې دي د هیواد د اقتصادي پراختیا او فرصتونو د ایجاد لپاره دې وکاروي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، د اسلامي امارت له حاکمېدو را وروسته په بشپړه توګه امنیت تأمین شوی، ټول هیوادوال په ځانګړي ډول سوداګر او پانګوال کولی شي په ازاده توګه خپلو ورځینو چارو ته دوام ورکړي، دا په واقعیت کې د افغانستان د ملت لپاره ستر نعمت دی.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کوچنیو او سترو انکشافي پروژو عملي کولو، د اداري فساد ختمولو، د نشه یي توکو کښت، قاچاق، سوداګرۍ او استعمال مخنیوي ته په اشارې وویل، د هیواد د ادراي سیستم د برېښنایي کولو هڅې روانې دي ترڅو د وخت د ضایع کولو مخنیوی وشي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د اسلامي امارت له لورې د سوداګرۍ او پانګونې او خصوصي سکتور د پیاوړتیا په برخه کې زیاتې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي او هڅه کوو د سوداګرو او پانګوالو لپاره دغه اسانتیاوې لازیاتې شي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، هغو سوداګرو ته چې خپلې فابریکې او شرکتونه یې افغانستان ته را لېږدولي او یو شمېر وطنوالو ته کاري زمینه برابروي، په صنعتي پارکونو کې ځمکې وېشل شوي او زیات شمېر اسانتیاوې هم ورته په پام کې نیول شوي دي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې وویل، له راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې په برخه کې د اسلامي امارت د اړوندو ادارو ترڅنګ د ولسونو او هغو خلکو همکاري چې مالي توان لري مهمه ده، هیله لرم هیواد ته د مهاجرینو راستنېدل د وطن لپاره په ښه فرصت بدل شي.#