د ریاست الوزراء اداري مرستیال د جوزجان جامعه دارالعلوم له رئیس او زده کوونکو سره وکتل

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د جوزجان جامعه دارالعلوم له رئیس او زده کوونکو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د جوزجان جامعه دارالعلوم له رئیس محترم شیخ الحدیث مفتي عبدالحفیظ قرشي سره وکتل. 

په دې کتنه کې چې د ښار او کور جوړولو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني هم حضور درلود، محترم مولوي عبدالسلام حنفي د جامعه دارالعلوم طالبانو ته په خطاب کې وویل، ټول زده کوونکي باید له وخت او شته فرصتونو په ښه توګه استفاده وکړي.

نوموړي زیاته کړه، مخکې له دې چې ټولنې ته خدمت وکړئ، باید په خپلو درسونو تمرکز ولرئ ځکه د نن ورځې لټي به د سبا د پښېمانۍ لامل شي.

وروسته محترم مفتي عبدالحفیظ قرشي جوزجان ولایت په ځانګړې ډول جامعه دارالعلوم ته د ریاست الوزراء اداري مرستیال او مل پلاوي په راتګ خوښي څرګنده کړه وې ویل، په حقیقت کې د دې ډول مشرانو راتګ او د علماؤ او زده کوونکو لیدل یو نېک عمل او د اسلافو د لارې تعقیبول دي.#