د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د یونیسف اجرایي معاون او عملیاتي مدیر ښاغلي تد چایبان او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي تد چایبان د اسلامي امارت په ترسره شويو مثبتو کارونو د خوښي څرګندولو ترڅنګ د یونیسف او د افغانستان اسلامي امارت ترمنځ د همکاریو په زیاتوالي ټینګار وکړ.
نوموړي په افغانستان کې د یونیسف پراختیایي ستراتیژي پلان ته په اشارې څرګنده کړه، دا سازمان کوښښ کوي په دې هیواد کې د سیمه ییز اقتصاد او داخلي تولیداتو ملاتړ او د هغو تولیداتو چې د ماشومانو د خوارځواکۍ لامل کېږي مخنیوی وشي.
د یونیسف اجرایي معاون له پوهنې او راستنو شویو کډوالو سره د یاد سازمان د مرستو د دوام ډاډ ورکړ او وې ویل،انکشاف او د اقتصادي برنامو پراختیا زموږ په کاري لومړیتوبونو کې دي او کوښښ کوو چې راستنو شویو ته کاري زمینې برابرې کړو.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د یونیسف اجرایي معاون او عملیاتي مدیر ښاغلي تد چایبان او مل پلاوي سره د کتنې هرکلی وکړ او له افغانانو په ځانګړي ډول له ګاونډیو هیوادونو څخه رااېستل شویو کډوالو سره د یونیسف د همکاریو قدرداني یې وکړه.
نوموړي په وروستیو میاشتو کې د راستنو شویو مهاجرینو د شمېر زیاتوالي او د هغوی چارو ته د رسېدنې په موخه د افغانستان اسلامي امارت اقداماتو ته په اشارې له یونیسف او نورو مسئولو نړیوالو بنسټونو یې وغوښتل چې د مهاجرینو د دایمي استوګنې او د کوربه هیوادونو له لوري د هغوی د حقونو تامین ته ځانګړې پاملرنه وکړي.