د اسلامي امارت رئیس الوزراء په کابل پوهنتون کې جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه

د اسلامي امارت رئیس الوزراء په کابل پوهنتون کې جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند د لوړو زده کړو وزارت له لوري په کابل پوهنتون کې د تحصیلي نظام د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې غونډې کې، ګډون او وینا وکړه.

په دغه غونډه کې چې د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي، استادانو او د ولایتونو علماء کرامو ګډون کړی وو، محترم رئیس الوزراء هغوی ته د وینا پرمهال د تحصیلي نظام د کیفیت پر لوړېدو، د تدریس پر ښه والي، اصلاحاتو راوستلو، د لوړو زده کړو په پرمختګ او پراختیا ټینګار وکړ. 

 محترم رئیس الوزراء له استادانو او علماء کرامو څخه په مننې د دوی دنده مقدسه وبلله. په تحصیلي نظام کې د اصلاحاتو راوستلو ته یې وهڅول او هغوی ته په خطاب کې یې وویل: «ستاسو دنده، چې تدریس او د ځوانانو روزنه ده، جاریه صدقه او تر ټولو غوره دنده ده.»

ورپسې د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم محترم رئیس الوزراء او د یادې غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د محترم رئیس الوزراء او د اسلامي امارت د نورو مشرانو له لوري زموږ د چارو ارزونه او هڅونه موږ ته د لا ښه خدمت انرژي راکوي. 

دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئيس مفتي عبدالرؤف فراهي او د زابل ولایت د علماوو شورا مرستیال شیخ مولوي عبدالقدوس ابو المبارک په تدریسي بهیر کې د دیني ارزښتونو او نویو پرمختګونو د مراعاتولو په اړه خبرې وکړې. 

د یادونې وړ ده چې له یادې غونډې وروسته محترم رئیس الوزراء د کابل پوهنتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه