د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د‌ دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه. 

په دې غونډه کې لومړی ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل. 

وروسته د امنيتي ارګانونو، د افغانستان بانک، امارتي شرکتونو او د بغلان ولايت پر اړوندو موضوعاتو هر اړخيز بحث وشو او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.#