د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون د چين - سويلي اسيا د همکاريو فورم شپږمې غونډه کې چې په (يون نن) ښار کې د لوړ پوړو چارواکيو او د مختلفو هيوادونو د استازو په حضور کې جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي چې د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ دا مهال په رسمي سفر په چين کې دی، پخپله وينا کې ياد فورم د څو اړخيزه ډيپلوماسۍ لپاره يو مناسب بستر وباله.
د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل، د چين - سويلي اسيا د همکاريو فورم د چين او سويلي اسيا هيوادونو ترمنځ د پانګونې او زېربناوو فرصتونو، د ګډو اقتصادي پروژو تشويق او د فعالې سياسي ډيپلوماسۍ د پياوړتيا معرفي کولو لپاره ډېر مهم دی.
نوموړي وويل، دا فورم د افغانستان لپاره هم يادو هيوادونو ته د صادراتو زياتېدو، مستقيم د بهرنۍ پانګونې جذب، د سيمه ييزو سوداګريزو او ترانزيټي اړيکو پراختيا، په نړيواله کچه د افغانستان د ظرفيتونو او منابعو معرفي، د شرکتونو او کورنيو توليدوونکو پياوړتيا او د اقتصادي زېربناوو له پراختيا د ملاتړ لپاره هم ډېر اهميت لري.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان په اقتصادي ودې او د خلکو ژوند ښه کولو کې له چين او سويلي اسيا هيوادونو سره د همکاريو اغېزناک رول ته په اشارې وويل، د افغانستان اسلامي امارت اماده دی، ترڅو د دې فورم په څېر له فرصتونو څخه اغېزناکه استفاده وکړي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال ټينګار وکړ، چې د سويلي اسيا هيوادونه دې خپلې ستونزې د ډيپلوماسۍ له لارې مدیریت کړي، همداراز د دغو هيوادونو ترمنځ تعامل بايد د ګټې - ګټې منطق پر اساس تنظيم شي او هېڅ هيواد بايد د سياسي او اقتصادي ناخپلواکۍ احساس ونه کړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې هيله وښوده، چې د چين - سويلي اسيا د همکاريو فورم د افغانستان اقتصادي ودې او پراختيا کې مهم رول ولوبوي.#