د ریاست ‌ الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ اقتصادي کمېسیون غونډه وکړه

د ریاست ‌ الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ اقتصادي کمېسیون غونډه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون پرېکړه وکړه، چې د اورانوس د ودونو تالار او پارکېنګ شته قراردادونه دې فسخه او یاده ساحه دې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو مارکېټ ته ځانګړې او د خلیج او ممتاز محل د ودونو تالارونه دې د قراردادونو د مودې تر پای ته رسېدو وروسته د کابل ښاروالۍ له اصولو سره سمې کړنې ترسره کړي.
همدا راز د نظیف مارکېټ، علاوالدین درې لارې د تېلو ټانګ (تېلو پمپ سټیشن) او ظاهر شاهي مارکېټ ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شوي او اوسمهال له نویو مستأجرینو څخه کرایه اخیستل کېږي.
دغه پرېکړه د عالیقدر امیر المؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی له لوري تایید شوې ده.#