د افغانستان اسلامي امارت محترم رئيس الوزراء د لوی اختر لمونځ په ارګ کې اداء کړ

د افغانستان اسلامي امارت محترم رئيس الوزراء د لوی اختر لمونځ په ارګ کې اداء کړ

د افغانستان اسلامي امارت رئيس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند نن سهار د لوی اختر لمونځ په ارګ کې په داسې حال کې اداء کړ، چې د اسلامي امارت نورو لوړپوړو مسؤلينو هم حضور درلود. 

د اختر په لمانځه کې د افغانستان اسلامي امارت د رئيس الوزراء تر څنګ، د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخند، د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې رئيس او قاضي القضات شيخ الحديث مولوي عبدالحکیم حقاني، د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئيس محترم ډاکتر ملا عبد الواسع، د کابينې يو شمېر غړو، د اسلامي امارت يو شمېر ملکي او نظامي مسؤلينو او د خلکو د مختلفو اقشارو يو شمېر غړو ګډون کړی وو او د لمانځه تر اداء کولو وروسته يې له يو بل سره د اختر مبارکي وکړه. 

د لمانځه تر اداء کولو وړاندې، د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې رئيس او قاضي القضات خبرې وکړې او ټولو حاضرو علماوو، مشرانو، د کابينې غړو او د اسلامي امارت مسؤلينو او د نړۍ مسلمانانو ته يې د لوی اختر مبارکي وويله او زياته يې کړه، دنده او مسؤليت يو امانت دی او بايد په سمه توګه ترسره شي او ټول بايد حقوق الله او حقوق العباد مراعات کړو.

نوموړي د الهي احکامو تطبيق د اسلامي نظام مسؤليت ياد کړ او زياته يې کړه، اسلامي امارت تر اوسه پورې دغه احکام په ښه توګه تطبيق کړي دي. 

وروسته د افغانستان اسلامي امارت رئيس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند خبرې وکړې او ټولو مسلمانانو ته يې د لوی اختر د مبارکۍ تر څنګ هيله وښوده چې د خوښۍ دغه ورځې ښې تېرې شي او زياته يې کړه، د خوښۍ په دې ورځو کې بايد پر بېوزلو کورنيو، خپلوانو او ګاونډيانو شفقت او له هغوی سره مرسته او همکاري وکړو. 

نوموړي زياته کړه، امن او شرعي نظام د الله تعالی يو لوی نعمت دی او بايد په قدر يې پوه شو، پر علماوو لازمه ده چې د دې اسلامي نظام ساتنه او دفاع وکړي. 

نوموړي دېته په اشارې، چې رسنۍ د اسلامي نظام لاسته راوړنې کوچنۍ منعکسوي او ناسم قضاوت کوي وويل: بايد د اسلامي نظام د مشعل خاموشه کولو اجازه ور نه کړو. 

نوموړي د اسلامي امارت د اړوندو ارګانونو لخوا پر وخت په صحيح ډول د راستنېدونکو کډوالو مدیریت او هغوی ته د اوسېدو ځايونو برابرولو ته اشاره وکړه او همداراز له خطيبانو، ملا امامانو، علماوو، مجاهدينو او نورو افغانانو څخه چې د فلسطین د بېوزلو او بې دفاع خلکو غږ يې پورته کړی، مننه وکړه.

محترم الحاج ملا محمد حسن اخند وويل: سره له دې چې ستونزې شته، بايد ويښ واوسو، علماء او ټول افغانان بايد د اسلامي نظام د ستنو کمزوري کولو لپاره دښمن ته موقع ور نه کړي. 

د اسلامي امارت محترم رئيس الوزراء پر هغو افغانانو چې بهر ته تللي غږ وکړ چې خپل وطن ته را ستانه شي او هغوی ته به هېڅوک زيان ونه رسوي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا عمومي عفوه اعلان شوې او بېرته خپل پلرني هيواد ته په را ګرځېدو د ارامۍ په فضا کې ژوند وکړئ. 

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ځوانانو او موټر چلوونکو ته په خطاب کې وويل، په اختر او نورو ورځو کې د موټر چلونې پر مهال احتياط وکړي او په سرعت او چټکتيا دې خپلو ځانونو او نورو هيوادوالو ته زيان نه اړوي. 

په پای کې شيخ القران والحديث مولوي محمد فقير د دعائيې ترڅنګ د افغانستان مؤمن او مجاهد ولس ته د لوی اختر مبارکي وويله او د اسلامي نظام د استحکام او په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو د اتحاد او اتفاق لپاره يې دعا وکړه.#