د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن ماسپښین د پکتیکا ولایت له یو شمېر علماؤ او قومي مشرانو سره په ارګ کې وکتل.
د دې کتنې پر مهال د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم مفتي محمود ذاکري هم حضور درلود، په پیل کې محترم ضیاء الحق وزیر زوی او محترم قاري عبدالکبیر رشید د نورو په استازولۍ خبرې وکړې او د اسلامي امارت د ملاتړ ترڅنګ یې په تېرو څلورو کلونو کې د هیواد د پرمختګ او هوساینې په برخه کې ترسره شوې چارې وستایلې.
راغلو مشرانو د برېښنا د نشتوالي، د پوهنې، روغتیا، د مواصلاتي لارو جوړولو او بیارغاونې او بنسټیزو پروژو د پلې کولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د پکتیکا د خلکو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه بیان او دې برخې ته یې د اسلامي امارت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
دوی دغه راز د ولسونو غوښتنې او وړاندیزونه په لیکلي بڼه د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د پکتیکا راغلو علماؤ او قومي مشرانو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، ارګ د ټولو افغانانو ګډ کور او دروازه یې د ټولو پرمخ پرانیستې ده.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع څرګنده کړه، د اسلامي امارت مسولین له توپير پرته د ټولو ولسونو ستونزې، واندیزونه او مشورې اوري او د خپل توان په محدوده کې یې د حل لپاره نه ستړې کېدونکې کوښښونه کوي.
د دې کتنې په پای کې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس راغلو علمای کرامو او قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو د حل په موخه به یې وړاندیزونه له اړوندو ادارو او مسؤلینو سره شریک کړي.#