په سلامخانه ماڼۍ کې په اقتصادي وده کې د صنعت سکتور او اسلامي امارت د همغږۍ غونډه جوړه شوه

په سلامخانه ماڼۍ کې په اقتصادي وده کې د صنعت سکتور او اسلامي امارت د همغږۍ غونډه جوړه شوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزارء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې په سلامخانه ماڼۍ کې په اقتصادي وده کې د صنعت سکتور او اسلامي امارت د همغږۍ غونډه کې، ګډون او وینا وکړه. 

په پیل کې د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم شیخ محمود ذاکري د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست او په اسلام کې د صنعت د ارزښت په اړه د خبرو پرمهال صنعتکارانو ته وویل، تاسو د ټولنې هغه قشر یاست چې د هیوادوالو هیلې درپورې تړلي. ستاسو له برکته په هیواد کې صنعت وده کړې او اسلامي امارت پر تاسو ویاړي، نو په جرئت او اخلاص د صنعت په میدان کې قدم واخلئ. 

ورپسې د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رئیس الحاج شېرباز کمین زاده له صنعتکارانو څخه د ملاتړ او د صنعت ودې ته د اسلامي امارت د پاملرنې مننه وکړه او له صنعتکارانو سره په لا ډېرې همغږۍ یې ټینګار وکړ او وې ویل، له صنعتکارانو سره په سلا او همغږۍ دې داسې تشویقي پالیسۍ جوړې شي چې د صنعت د ودې لپاره ګټورې وي. 

همدارنګه د کندهار د صنایعو او کانونو خونې رئیس حاجي سید سرور اماني اغا، د هرات د صنایعو او کانونو خونې رئیس حاجي عبدالناصر امین، د ننګرهار د صنایعو او کانونو خونې رئیس حاجي تورملنګ شګیوال او حاجي میرویس وزیرزي کټوازي د هیواد د اقتصادي ودې او پولي واحد په ثبات کې د اسلامي امارت هلې ځلې وستایلې.

یادو ویناوالو د صنعتي پارکونو ته د برېښنا د زیاتوالي، د ځمکو د وېش پروسې د اسانولو، د صنعتي پارکونو د زیربنا جوړولو، له داخلي تولیداتو څخه د لا ډېر ملاتړ او له صنعتکارانو سره د دوامدارو غونډو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړل. 

د ریاست الوزارء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د یادې غونډې ګډونوالو ته د وینا پرمهال وویل، په هیواد کې د سراسري امنیت له تامین سره پانګونې، د صنعت او اقتصاد ودې ته ښه زمینه برابره ده او په تېرو څلورو کالو کې په دې برخو کې ښه پرمختګونه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د تاجرانو، پانګوالو او صنعتکارانو بشپړ ملاتړ کوي او عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې صنعتي پارکونو ته ځمکه ځانګړې کړې چې هم به ورسره صنعت وده وکړي او هم به هیوادوالو ته کاري زمینې برابرې شي. 

محترم ډاکتر ملا عبدالواسع صنعتکارانو ته په خطاب کې وویل، په خپلو کارونو او غوښتنو کې به شفافیت راولو. یو پر بل به باور کوو. یو له بله به سره همکار یوو. د سالم رقابت او د خپلې ګټې ترڅنګ به د نورو ګټو ته هم پام کوو. په اخلاص او صفا نیت به د ملت، نظام او افغانستان د بهبودي لپاره کار کوو. د غیر فعاله امارتي فابریکو د بیافعالېدو کوښښ به کوو چې هیواد خودکفا او هیوادوال مو ارام شي.

نوموړي څرګنده کړه، پدې وروستیو کې د ګاونډیو هیوادونو څخه په جبري ډول راستنو شویو هیوادوالو کې ښه ظرفیتونه شته چې په بېلابېلو برخو کې کاري زمینې باید ورته برابرې شي. همدارنګه یې صنعتکارانو ته ډاډ ورکړ چې ستاسو غوښتنې او ستونزې به د حل په موخه مشرانو او اړوندو وزارتونو او مسئولینو ته ورسېږي.