لوګر کې د څلویښت میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې پيل شوې

لوګر کې د څلویښت میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې پيل شوې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې د څلویښت میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې پيل شوې.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د دې پروژې د کار پیل د ياد ولایت او په ټوله کې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه، په بشپړېدو سره به يې په لوګر ولایت کې د خلکو او صنعتي پارک د برېښنا د کمښت ستونزه راکمه، صنعتي فعالیتونه به ورسره زیات او ګڼو هیوادوالو ته به کاري فرصتونه ایجاد شي. 

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند برېښنا د هیوادونو د پرمختګ لپاره مهمه اړتیا وبلله او زياته يې کړه، افغانستان د انرژۍ تولید ټولو سرچينو ته ځانګړې پاملرنه لري، چې ورسره به په وارداتي برېښنا تکيه کمه شي. 

محترم حاجي ملا صاحب په خپلو خبرو کې وویل، د اسلامي امارت په راتګ سره د نورو سکتورونو ترڅنګ د انرژۍ سکتور کې هم پام وړ پرمختګ شوی او په مختلفو ولایتونو کې د نوې کېدونکې انرژۍ د تولید پروژې پېل شوي او د انرژۍ د تولید ترڅنګ د برېښنا د وېش، تنظیم او صنعتي سیمو او هېوادوالو ته د انرژۍ د رسولو یو شمېر پروژې تر کار لاندې دي.  

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، اسلامي امارت کلک هوډ لري چې افغانستان به د انرژۍ له اړخه پر ځان بسیا کوي او کولای شي نه یوازې خپله اړتیا وړ برېښنا تولید کړي، بلکې نورو هېوادونو ته يې هم صادره کړي. دې هدف ته د رسېدو لپاره د اوبو مديريت پيل شوی او له لمر او باد څخه هم د سالمې استفادې لپاره منځمهاله او اوږدمهاله پلانونه تر کار لاندې دي. 

محترم ملا صاحب د پروژو له قراردادي شرکتونو څخه وغوښتل چې د کار کیفیت ته جدي پام وکړي او په ټاکلي وخت یې بشپړې کړي. 

دا پروژه چې د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې پلي کیږي دوه برخې لري؛ یوه یې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دستګاه جوړول دي چې په بشپړولو یې ۲۸ میلیون ډالره لګښت راځي. د پروژې بله برخه د ۱۲۶ میګاولټ امپیر سب ستیشن جوړول او د برېښنا د لېږد مزي غځول دي، چې ۷ میلیونه او ۶۰۰ زره ډالره لګښت پرې راځي. 

په پام کې ده، چې د دې پروژې چارې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي، د سیمې ۴۰ زره کورنیو ته به اړتیا وړ برېښنا ورسوي او د محمد آغې د صنعتي پارک د برېښنا کموالي ستونزه به هم ورسره حل شي.#