په جوزجان کې راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې ښارګوټی پرانیستل شو

په جوزجان کې راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې ښارګوټی پرانیستل شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې راستنېدونکو کډوالو ته نوی ښارګوټی پرانیست.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په داسې حال کې چې د ښار او کور جوړولو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني، د جوزجان مرستیال والي محترم مولوي نورالدین عمیر او د اسلامي امارت نورو سیمه ییزو مسؤلینو هم حضور درلود، د دې ښارګوټی د پرانیستې په مراسمو کې د خبرو پرمهال وویل، د اسلامي امارت مشران او مسؤلین له ځنډ پرته کوښښ کوي چې راستنېدونکو هیوادوالو ته د هوساینې او ارامي زمینه برابره او لازمې اسانتیاوې ورته چمتو کړي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي له ملي تاجرانو ، ټولو هغو هیوادوالو چې مالي توانایي لري او د اسلامي هیوادونو له خیریه بنسټونو او موسسو څخه وغوښتل چې له افغان کډوالو سره چې له ګاونډیو هیوادونو څخه په اجباري توګه رااېستل کېږي تر خپله وسه همکاري او مرسته وکړي.

د یادولو چې دا ښارګوټی دوه زره جریبه مساحت لري او ټول ښاري امکانات په کې په پام کې نیول شوي او مستحقو کډوالو ته د یوې شفافې پروسې له لارې وېشل کېږي.#