د کازان ۱۶م اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه

د کازان ۱۶م اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د کازان په ۱۶م اقتصادي فورم کې د اسلامي امارت د ګډون کوونکي هیئت مشورتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.

 د یاد سفر په اړه د بهرنیو چارو وزارت مسؤلینو د هیئت له غړو سره لازم معلومات شریک کړل او د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري ورته لازمې سپارښتنې وشوې.

 ټاکل شوې سبا چهارشنبه د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی د کازان په ۱۶م اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه تاتارستان جمهوریت ته سفر وکړي.#