د افغانستان اسلامي امارت د کابینې شپږمه غونډه نن د محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ تر سره شوه.
یاده غونډه چې د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه پکې د هېواد په لوړو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسائلو بحث او پریکړې وشوې.
په غونډه کې د تولګټو وزارت له لوري د اندخوی-شبرغان د اوسپنې پټلۍ پروژې د درېیم فاز د استملاک غوښتنه تائید شوه او په هېواد کې د پټلۍ په برخه کې یو ښه پرمختګ وبلل شو.
همدا راز د کور او ښار جوړولو وزارت د نقشو او ویزو فیس امارتي ادارو ته په پنځوس سلنه تخفیف تائید شو چې په دې سره به کارونو کې ګړندیتوب رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث وروسته د خیر په دعاء پایته ورسېده