د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي روز گذشته د عربي متحده اماراتو په دبۍ کې د افغانستان اسلامي امارت سرکونسل محترم عبدالرحمن فدا سره وکتل.
د دې کتنې په پيل کې، لومړی محترم عبدالرحمن فدا د يادې کونسلګرۍ د فعاليتونو ، برنامو او همداراز په دبۍ کې د مېشت افغانانو د وضعيت په اړه خپل راپور د رياست الوزراء محترم اداري مرستيال ته وړاندې کړ.
نوموړي د دې په څرګندولو سره چې، په دبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ هلته د مېشتو افغانانو د ستونزو رفع کولو لپاره خپله ټوله هڅه کوي، وویل د اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښوونې پر اساس هغوی په مختلفو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا لپاره کوښښ کوي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال په دبۍ کې د اسلامي امارت سرکونسل ته د ښه راغلاست ترڅنګ څرګنده کړه، چې عربي متحده امارات او افغانستان د دوو مسلمانو او دوستو هيوادونو په توګه ګڼ مشترکات لري او د دواړو هیوادونو مسؤلين کولای شي په اقتصادي، سياسي او فرهنګي برخو کې د اړيکو پياوړتيا او پراختيا لپاره استفاده وکړي او ارتقا ورکړي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال په عربي متحده اماراتو کې د مېشتو افغانانو ملاتړ ته د اسلامي امارت پر ژمنتیا ټينګار وکړ او وې ويل، په دبۍ کې د اسلامي امارت کونسلګري په دې هيواد کې د مېشتو افغانانو د ستونزو د حل لپاره خپله ټوله هڅه وکړي.#