د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال او ورسره پلاوي چين ته له رسېدو او د هغه هيواد د چارواکو لخوا له تود هرکلي وروسته، پرون ماسپښين د چین ولسي جمهوریت د ملي کنګرې د دايمي کمېټې مرستيال ښاغلي وانګ دونګ مېنګ، د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ښاغلي سون ويدونګ او د ياد هيواد له يو شمېر پانګه والو سره جلا، جلا وکتل.
دا ليدنې، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدين عزيزي او د بهرنيو چارو وزارت مرستيال محترم ډاکتر محمد نعيم وردګ هم پکې حضور درلود، د چين په (يون نن) ښار کې ترسره شوې، په پيل کې محترم مولوي عبدالسلام حنفي د چينايي چارواکو له لوري د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي بللو او له افغانستان سره د دې هېواد د مرستو مننه وکړه.
په مقابل کې، ښاغلي وانګ دونګ مېنګ په مختلفو برخو کې د افغانستان اسلامي امارت د لاسته راوړنو يادونه وکړه او وې ويل، چين او افغانستان د دوو ښو ګاونډيو په توګه پخپل منځ کې هېڅ ستونزه نه لري او هيله يې وښوده چې دوه اړخیزه اړيکي تر بل هر وخت پراخې او پياوړې شي.
نوموړي د چين - سويلي اسيا نندارتون پرانېستې ته په اشارې وويل، دا نندراتون به د افغانستان لپاره هم ډېرې اقتصادي ګټې ولري.
وروسته مولوي عبدالسلام حنفي په دې بيانولو سره چې اسلامي امارت د «يو کمربند، يوه لار» لويې پروژې ملاتړ کوي زياته کړه، هيله لرو چې په مختلفو برخو کې د دواړو هیوادونو همکاري پراخه او پياوړې شي.
ورپسې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت مرستيال د افغانستان او چين د دوه اړخیزه اړیکو يادونه وکړه او په افغانستان کې يې د چين لويې پروژې له مهمو او د دواړو هیوادونو لپاره له ډېرو ګټورو پروژو څخه يادې کړې.
د رياست الوزراء اداري مرستيال د افغانستان او چين تر منځ د سياسي، اقتصادي او فرهنګي اړيکو پر پراختيا د ټينګار تر څنګ وويل، ښې او دوستانه اړيکي د دواړو لوريو تر منځ د ګټې - ګټې تعامل پر اساس پر مخ تللی شي.
همداراز د افغانستان اسلامي امارت پلاوي سره په جلا ليدنه کې چينايي پانګه والو د افغانستان په مختلفو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او په دې برخه کې يې د افغانستان اسلامي امارت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په مقابل کې، محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د پانګونې ښو فرصتونو ته په اشارې، ټولو بهرنيو، کورنيو او په ځانګړي ډول چينايي سوداګرو او پانګه والو ته د افغانستان اسلامي امارت لخوا د لازمو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ.#