د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن ماسپښین د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشرځانګړي استازي ادام بویلر په مشرۍ پلاوي سره چې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخوانی ځانګړی استازی ډاکټر زلمی خلیلزاد هم حضور درلود، په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روان وضعیت د بحث ترڅنګ د افغانستان او امریکا پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو هم بحث او خبرې وکړې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، د هیواد اقتصادي وضعیت چې له جدي ګواښ سره مخ و، د اسلامي امارت په راتګ سره مخ په ښه کېدو دی، د اداري فساد او د نشه یې توکو د کر او قاچاق بشپړمخنیوی شوی، د بېکارۍ کچه راټیټه شوې او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې زموږ پولي واحد ثابت پاتې شوی دی.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، بانکي سکتورپرمختګ کړی، د صادراتو او ملي عوایدو کچه لوړه شوې، په کورنیو تولیداتو کې زیاتوالی راغلی، لویې پروژې پیل شوي، صنعت، سوداګرۍ او ترانزیټ هم پرمختګ کړی دی.
نوموړي څرګنده کړه پر افغانستان د امریکا او نړیوالې ټولنې له لوري د لګول شویو اقتصادي بندیزونو له امله په ځینو برخو کې لکه څنګه چې اړتیا وه هغسې پرمختګ نه دی شوی.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، د اقتصاد محوره متوازن بهرني سیاست په غوره کولو سره توانیدلي یوو چې له ځینو هېوادونو سره ښې سیاسي او اقتصادي اړیکي ولرو.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په افغانستان کې د پانګونې د جذب لپاره د اسانه قوانینو جوړولو ته په اشارې وویل، د پانګونې جذب لپاره اسانه قوانین جوړ شوي او د شرعي اصولو په رڼا کې د هر چا حق او غوښتنې ته رسېدنه کیږي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه ، په بېلابېلو برخو کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه بین الوزارتي کمیټه او د افغانستان پنځه کلنه ملي پراختیايي ستراتیژي جوړه شوې او همدارنګه د اقتصادي پرمختګ لپاره مشورتي اقتصادي بورډ هم جوړېږي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له امریکايي پلاوي وغوښتل چې امریکا دې په افغانستان کې د تقابل پر ځای تعامل ته مخه کړي، د افغانستان په بیارغاونه کې دې خپل رول ولوبوي او مختلفو سکټورونو کې دې پانګونه وکړي.
ورپسې د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ادام بویلر افغانستان ته په خپل سفر خوښي څرګنده کړه او وې ویل، امریکا او افغانستان د دوحې تړون په ښه ډول عملي کړی. په اقتصادي برخه کې یې د افغانستان پرمختګونه وستایل او د امریکا او افغانستان ترمنځ یې د اړیکو پر لا پراختیا او تعامل ټینګار وکړ.
ادام بویلر د افغانستان او امریکا ترمنځ د بنديانوموضوع ته په اشارې سره وویل چې دواړه هېوادونه به خپل زندانیان تبادله کړي. امریکايي پلاوي په افغانستان کې د اقتصاد په برخه کې خپله همکاري په ډاګه کړه او ویې ویل، دوی چمتو دي له خصوصي سکتور سره یوځای په افغانستان کې پانګونه وکړو.
نوموړي همداراز په افغانستان کې د سرتاسري امنیت پر ټینګښت خوښي څرګنده کړه او وې ویل، ستاسې خبرې پر واقعیتونو ولاړې دي، د نشه یي توکو د کښت، تولید او قاچاق مخنیوی مهم اقدامات عملاً ترسره شوي دي.