د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د دیني مدرسو او ښوونځیو د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې له پنځو، پنځو مخکښانو سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست او مبارکي ترڅنګ وویل، استعداد او ځواني د الله (ج) لوی نعمت دی او ورڅخه د اسلام مبارک دین او خلکو ته د خدمت او د وطن د نوم روښانولو لپاره استفاده وکړئ.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس وویل، ځوانانو ته په دیني او عصري برخو کې د علم او زده کړو زمینه برابرول د اسلامي امارت مهم لومړیتوب دی او نن ستاسو دعوت همدغه ژمنتیا ښیي. اوس الحمدلله په افغانستان کې د علماوو نظام حاکم دی او علم ته په خاص اهمیت قائل دی.
نوموړي د کانکور ټولو ګډونوالو او بریالیو ځوانانو ته سپارښتنه وکړه، چې د الله (ج) شکر اداء کړي، خپل نیت مادیات نه، بلکې د الله (ج) او مخلوق رضایت وګرځوي او انشاء الله په ټول ژوند کې به مو کامیابي نصیب شي.
ورپسې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم شیخ محمود ذاکري یادو ځوانانو ته توصیه وکړه چې له کبر څخه ځان وساتي، د ځوانۍ، عزت او استعداد ساتنه وکړي او ورڅخه د الله (ج) د دین او وطن د نوم ځلولو لپاره تر اعظمي حده مثبته استفاده وکړي.
نوموړي وویل، تاسو د افغانستان په سطحه هغه ځوانان یاست چې درته د زده کړو زمینه مساعده شوې او اوس د ملت سترګې تاسو ته دي، د هغوی هیلې او امیدونه پوره کړئ.
په پای کې، د ۱۴۰۴ کال د عمومي کانکور ازموینې کډونوالو د اسلامي امارت د رهبرۍ له تشویق او ځوانانو ته د سالم رقابت زمینې برابرولو له امله مننه وکړه او هیله یې وښوده چې علم او پوهې ته د ارزښت ورکولو دغه هڅې دوام وکړي.#