د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال د فاریاب ولایت د  شیرین تگاب ولسوالۍ له متنفذینو او مشرانو سره وکتل

د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال د فاریاب ولایت د شیرین تگاب ولسوالۍ له متنفذینو او مشرانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د فاریاب ولایت د شیرین تگاب ولسوالۍ له یو شمېر متنفذینو او مشرانو سره وکتل.

په دې کتنه کې لومړی هغوی د دې ولسوالۍ د ټولنیزو او اقتصادي مسایلو په اړه د خبرو ترڅنک د خدماتو برابرولو، پراختیایي پروژو د تطبیق او امنیت د تامین په برخه کې د اسلامي امارت د مجاهدینو او مسئولینو د هڅو او زحمتونو قدرداني وکړه.

 یادو مشرانو او متنفذینو د ښوونې او روزنې، روغتیا او د اوبو د کمبودستونزو په اړه د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال سره د شیرین تگاب ولسوالۍ د خلکو غوښتنې شریکې کړې.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د شیرین تگاب ولسوالۍ مشرانو او متنفذینو سره په کتنه د خوښي څرګندولو پرمهال د امنیت تامین او خلکو ته د خدماتو برابرول د اسلامي امارت له مسئولیتونو څخه وبلل او وې ویل ستاسو د غوښتنو او وړاندیزونو په اړه به اړوندې ادارې لازم اقدامات وکړي.