د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو کړنو او فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل.
وروسته د پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو، د چارو ادارې عمومي رياست او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پر اړوندو موضوعاتو بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه.
د غونډې په پای کې، د مطرح شويو موضوعاتو په اړه لازم تصميمونه ونيول شول او په اجنډا کې د شاملو ځينو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#