د افغانستان اسلامي امارت د کابینې پنځمه غونډه د رئیس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ.ق کال د ربیع الاول میاشتې په لومړۍ او ۱۴۰۴هـ.ش کال د وږي په درېیمه نېټه ترسره شوه.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه په کې د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسائلو بحث او پریکړې وشوې.
غونډه کې د هېواد په ځینو فرضي او سرحدي سیمو کې د معیاري ترمینلونو جوړولو په اړه اقتصادي کمېسیون ته دنده وسپارل شوه، چې په اړه یې ناسته وکړي او د ځمکو د انتقال پروسه یې ګړندۍ شي او د منظورۍ لپاره دې د مشرتابه عالي مقام ته وړاندې شي.
همداراز ټولو ادارو ته سپارښتنه وشوه، چې د پراختیایي پروژو په اړه متوجې شي؛ ترڅو خلکو ته د کار زمینه برابره شي او اقتصادي پرمختګ ته هم لاره برابره شي.
یاده غونډه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري د وروستي (۳) شمېرې، ۱۴۴۷/۲/۲۵ نېټې فرمان په اړه هم کمېټه وګمارل شوه چې د ودانیو د کارونو پیلېدو پروسې اړوند دې کلکه توجه وشي؛ تر څو خلک وکولی شي ژر د خپلو ودانیو جوړولو پروسه طی مراحل کړي، چې نوموړې پروسه له میاشتو څخه ورځو ته را لنډه شي.
د یادونې وړ ده چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل څخه وروسته د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.