د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن له غرمې مخکې د نمونه یي روغتون د چارو د پرمختګ په موخه د موظف پلاوي غونډه، د یاد پلاوي د غړو په ګډون جوړه شوه.
د غونډې په پیل کې د پلاوي غړو، د یاد روغتون د کاري پرمختګونو او ترسره شویو چارو ترڅنګ د خپلو کړنو او اجراآتو راپور وړاندې کړ.
وروسته د دغه نمونه یي روغتون لپاره د اړینو تجهیزاتو او وسایلو او د اړينو وارډونو د برابرولو، د ډاکټرانو د مسلکي ظرفیت لوړولو، د متخصصینو، اداري او خدماتي پرسونل د ګمارنې، د طبي وسایلو او ماشینرۍ د نصبولو او د هغو د ټولو اړتیاؤ برابرولو په اړه هراړخیز بحث ترسره او په هکله یې لازم تصمیمونه ونیول شول.#