د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه. 

په دې غونډه کې لومړی د کمېسيون له لوري ټاکل شويو کمېټو د خپلو کړنو او اجراتو په اړه راپور وړاندې کړ. 

وروسته د اطلاعاتو کلتور وزارت، چارو ادارې عمومي رياست، او د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار اړوند موضوعاتو په اړه هر اړخيز بحث او ارزونه وشوه او لازم تصمیمونه ونیول شول.