د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او مل پلاوي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او مل پلاوي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند نن مازدیګر د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محترم محمد اسحاق ډار او مل پلاوي سره چې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه په رسمي سفر کابل ته راغلی، وکتل.

په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شوه او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي امیرخان متقي، د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع او د دواړو هیوادونو یو شمېر چارواکو هم حضور درلود، په پیل کې د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال د دې هیله څرګنده کړه چې سفر به یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لازیاتې پراختیا په برخه کې اغېزناک تمام شي. 

وروسته د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محترم محمد اسحاق ډار له پاکستاني پلاوي څخه د افغانستان د ښې مېلمه پالنې او هرکلي مننه وکړه او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف نېکې هیلې او سلامونه یې د اسلامي امارت رئیس الوزراء ته وړاندې او نوموړي ته یې پاکستان ته د سفر بلنه ورکړه.

هغه زياته کړه، افغانستان ته د پاکستاني پلاوي په وروستي سفر کې د دواړو هیوادونو ترمنځ شوې هوکړې عملي شوي او خوښ یوو چې د اسلامي امارت په حاکمېدو سره د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ درې اړخیز تړون لاسلیک شو. د ټرانس-افغان رېل پټلۍ پروژه درې واړه ذکر شوي هیوادونه سره نښلوي چې د پخوا په پرتله به یې سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ پراخې شي. 

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر وویل، چین ولسي جمهوریت ته یې په خپل وروستي سفر کې، له یاد هیواد وغوښتل چې له ټرانس-افغان پروژې ملاتړ وکړي. 

نوموړي زیاته کړه، هیله مند یوو د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې شي، ترڅو راتلونکي نسلونه د ورورۍ او همدلۍ په فضا کې د یو بل ترڅنګ ژوند وکړي. 

د اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن آخند په دې کتنه کې وویل، زما سلامونه او نېکې هیلې د پاکستان لومړي وزیر ته ورسوئ. خوښ یم چې ستاسو مخکېني سفر ښې لاسته راوړنې لرلې او دعا کوم چې ستاسو اوسنی سفر هم ګټورې پایلې ولري.  

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء هیله څرګنده کړه چې د ستونزو او ننګونو د له منځه وړلو په ځانګړې توګه هیواد ته د افغان مهاجرینو په راستنېدلو کې د دواړو لوریو کوښښونه موثر واقع شي. 

محترم الحاج ملا محمد حسن آخند د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزه هوکړه لیک لاسلیک ته په اشارې وویل، موږ تر خپله وسه کوښښ کوو چې ټرانس- افغان پروژه بریالۍ شي. 

نوموړي څرګنده کړه، د زور او تهدید په ژبه هیڅ ستونزه هم نه حل کېږي او له الله تعالی څخه غواړم چې موږ ته توفیق راکړي، ترڅو ستونزې او ننګونې په حسن نیت، تفاهم، همکاري ، وروري او ښه ګاونډیتوب حل کړو. 

د اسلامي امارت رئیس الوزراء پاکستان ته د سفر په خاطر د یاد هیواد د لومړي وزیر د بلنې مننه وکړه او وې ویل، په یو مناسب فرصت کې به هغه هیواد ته سفر وکړي.