د درملو صنعت کارانو لپاره د ښو توليدي کړنو تصديق پاڼو د وېش غونډه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ګډون او وینا

د درملو صنعت کارانو لپاره د ښو توليدي کړنو تصديق پاڼو د وېش غونډه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ګډون او وینا

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د درملو صنعت کارانو لپاره د ښو توليدي کړنو (GMP) تصديق پاڼو د وېش غونډه کې چې د عامې روغتیا وزارت له لورې جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.

د دغو مراسمو په پیل کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال د عامې روغتیا وزارت د رهبري او مسؤلینو څخه د دې غونډې د جوړولو په مننې د درملو له هغو تولیدي فابریکو څخه چې ځانونه یې د GMP له نړیوال معیار سره برابر کړي قدرداني وکړه.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت په هیواد کې د نورو اړینو اقداماتو ترڅنګ د کورنیو تولیداتو د پراختیا او د درملو او خوراکي توکو د کیفیت کنترول په برخه کې اغېزناک ګامونه اخیستي او په ټول توان هڅه کوي هیواد د درملو د تولید له اړخه پر ځان بسیا شي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، په مرکز او ولایتونو کې د درملو او خوراکي توکو د کیفیت د کنترول په موخه مسؤلین او څارنیز ټیمونه ګومارل شوي، هیچا ته د دې اجازه نه ورکوي چې بې کیفیته درمل تولید یا یې هیواد ته راوړي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د درملو د تولیدي فابریکو له مالکانو او ملي سوداګرو وغوښتل چې ځانونه د GMP پر نړیوال معیار برابر او هیواد ته د بې کیفیته درملو د راواردولو او تولید څخه په کلکه ډډه وکړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په ټینګار وویل، د بې کیفیته درملو تولید او واردات نه یواځې د هیواد اقتصاد ته زیان رسوي، بلکې د وطنوالو ژوند هم له ګواښ سره مخ کوي، هر هغه څوک چې دغه ستر جرم وکړي د اسلامي امارت له لورې به له جدي چلند سره مخ او مجازات شي.

د یادونې وړ ده چې د درملو د ۷۲ تولیدي فابریکو څخه تر اوسه د Snow Pharma، TJL Lifesol او ملي شفا فارما درې فابریکې توانېدلي د GMP تصدیق ترلاسه کړي#.