د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د اهل تشيع يو شمېر علماوو او مشرانو سره وکتل.
د دې ليدنې په پيل کې، محترم استاد محمد اکبري او محترم سيد حسين عالمي بلخي د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د اسلامي امارت لخوا يې په هيواد کې د پيل شويو انکشافي چارو او لاسته راوړنو د يادولو تر څنګ وويل، د اقتصادي پروژو او چارو په ترسره کولو کې د مسؤلينو قاطعيت هيوادوال ډېر خوشبين کړي دي.
هغوی همداراز هيله وښوده، چې د هيواد په مختلفو سیمو کې د انکشافي برنامو په ترسره کولو سره دې خلکو او ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.
اهل تشيع علماوو او مشرانو همداراز يو شمېر ټولنيزو مسايلو ته اشاره وکړه او ورته يې د اسلامي امارت مسؤلينو د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
په مقابل کې د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، د اسلامي امارت د پاليسۍ پر اساس ټول افغان ملت سره وروڼه دي او د هيچا پر وړاندې تبعيض او تعصب ته اجازه نه ورکول کيږي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، اسلامي امارت د افغان ملت خدمت ته ژمن دی او هماغسې يې چې په تېر کې انکشافي کارونه ترسره کړي، په راتلونکې کې به هم د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې په عادلانه ډول په ټولو سيمو کې انکشافي چارې ترسره شي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې وويل، افغانستان د ټولو شريک کور دی او ټول کولای شي په ابادۍ کې يې مهم او رغونکی رول ولوبوي.#