د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د بابکرخېلو یو شمېر علماوو او مشرانو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی هغوی د ټولنیزو، امنیتي او راستنېدونکو کډوالو د مسایلو په اړه خبرې وکړې او وې ویل، افغانانو د جهاد په اوږدو کې د اشغالګرو پر وړاندې ډېرې سرښندنې وکړې او د اسلام او هیواد لپاره یې بې شمېره قربانۍ ورکړې او په راتلونکي کې به هم د اسلامي نظام ملاتړي وي.
یادو علماوو او مشرانو همدارنګه د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو حل په ځانګړي ډول د هغوی دایمي مېشتېدنې ته د اسلامي امارت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بابکرخېلو علماوو او مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد او د دین وطن د دفاع پرمهال د خلکو د سرښندنو او قربانیو قدرداني وکړه او د مجاهدینو او اسلامي امارت بریا یې د زرګونه علماوو، محاهدینو او هیوادوالو د وینو پایله وبلله.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د مهاجرینو موضوع ته په اشارې وویل، سره له دې چې زموږ زیات شمېر هیوادوال ګاونډیو هیوادونو اجباري راوېستل، اما د افغانستان اسلامي امارت توانېدلی چې دا بهیر سم مدیریت کړي او هغوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.