محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکتور ملاتړ کنفرانس کې ګډون وکړ

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکتور ملاتړ کنفرانس کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکتور د ملاتړ تر سرلیک لاندې جوړ شوي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت په انټرکانټیننټال هوټل کې جوړو شویو مراسمو ته وویل، له نېکه‌ مرغه افغانستان د لویو، متوسطو او کوچنیو پانګونو لپاره پراخ او لوی ظرفیتونه لري او د تولیدي منابعو د خامو موادو د کافي زېرمو د درلودو له امله غني هېواد بلل کېږي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، افغانستان د نورو زېرمو ترڅنګ د اوبیزې، بادي او لمریزې برېښنا پراخې منابع لري، چې له یادو منابعو څخه ګټه اخیستنه نه یوازې افغانستان د برېښنا په برخه کې خودکفایۍ ته رسوي؛ بلکې نورو هېوادونو ته هم د انرژۍ د صادرولو ظرفیت رامنځته کوي.
د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان برېښنا سکتور د پراختیا لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د جذب، د پانګونې موجودو فرصتونو د معرفي کولو، په دغه سکټور کې د ننګونو د څېړلو او د غوره حللارو وړاندې کولو ترڅنګ د هر اړخیزو بحثونو لپاره د دغه کنفرانس جوړېدل مهم وبلل او هیله یې څرګنده کړه، چې یاد کنفرانس به د تطبیق وړ پایلو په ترلاسه کولو سره په ښه ډول پای ته ورسېږي.
په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند پر ټولو هېوادونو، نړیوالې ټولنې او نړیوالو مالي بنسټونو غږ وکړ، چې نور دې پر افغانستان لګول شوي مالي او بانکي محدودیتونه پایته ورسوي، ځکه دغو محدودیتونو په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې پر بهیر ناوړه اغېز کړی او دا د افغانستان، سیمې او نړۍ په ګټه نه دي.
 د یادونې وړ ده چې «د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکتور ملاتړ» تر سرلیک لاندې جوړ شوي کنفرانس کې د افغانستان اسلامي امارت د کابینې محترمو غړو، د ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو د انرژۍ وزیرانو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ، نړیوال بانک، د اسیا پرمختیايي بانک، د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام، یوشمېر سفارتونو، د غیر دولتي سازمانونو او د نوې کېدونکې انرژۍ ملاتړو بنسټونو استازو، د کورني او بهرني خصوصي سکتور مسؤلینو ګډون کړی.
د یاد کنفرانس موخې د افغانستان په برېښنا سکتور کې د پانګونې د وړتیا او موجودو فرصتونو معرفي کول؛ د کورنیو او بهرنیو پانګوالو دوامداره جذب؛ د ستونزو پېژندنه او د مناسبو حللارو وړاندې کولو ترڅنګ په برېښنا سکتور کې د تخصصي پوهې لوړول؛ د دولتي او خصوصي سکتور او نړیوالو برېښنايي بنسټونو ګډ کار او همغږي او د برېښنا د سیمه‌ییز اتصال لپاره د زمینې برابرول دي.#