د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د هیواد له یو تن پیاوړي عالم محترم شیخ عبدالقاهر ابوالاسرار سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی محترم شیخ عبدالقاهر ابوالاسرار د خبرو پرمهال په هیواد په ځانګړي ډول په بلخ ولایت کې د سراسري امنیت په ټینګښت خوښي څرګنده کړه.
نوموړي هیوادوالو ته د خدماتو برابرولو او د خلکو ستونزو ته د رسیدګي په برخه کې د اسلامي امارت د مسوولینو او مجاهدینو د کوښښونو یادونه وکړه او وې ویل، علما د هیواد د بچیانو د ښوونې او روزنې او د خلکو ترمنځ د یووالي د پیاوړتیا په موخه خپلې هڅې نه درېغوي.
محترم شیخ عبدالقاهر ابوالاسرار بېلابېلو برخو ته د اسلامي امارت پاملرنې ته په اشارې له مسوولینو څخه وغوښتل چې د هیواد په لیرې سیمو کې د مدرسو او ښوونځیو جوړولو او د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو پرمهال وویل، هیوادوالو ته له یووالي او همدلۍ سره یوځای د امن فضا رامنځته کول د هر نظام دنده ده او اسلامي امارت د حکومت په توګه خپل مسوولیت ګڼي چې دا فضا افغانانو ته برابره کړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هیواد د علماوو د مهمو مسوولیتونو چې د خلکو د ذهنونو روښانول دي، د یادونې ترڅنګ وویل، اسلامي امارت به د شویو وړاندیزونو په برخه کې د امکان ترحده خپلې هڅې او لازم اقدامات وکړي.