د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.
په دغه غونډه کې چې نن په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.له اجنډا سره سم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په هرات، هلمند، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د شپږو کرنیزو، نمایشي او ترویجي کمپلکسونو جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې او له هراړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون د سپارښتنو په پام کې نیولو سره تایید شوه.
دغه کمپلکسونه په ۴۴۷۹ جریبه ځمکه کې جوړېږي او بزګرانو ته به د عصري او میکانیزه کرنې په برخه کې غوره خدمات وړاندې کوي.
غونډې ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د چرګانو سکټور د ځان بسیاینې پالیسي هم وړاندې شوه، چې له هراړخیزې ارزونې وروسته تایید شوه.
افغانستان اوسمهال د چرګانو سکټور د غوښې او دانې د تولید په برخو کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی چې د دې پالیسۍ په تطبیق سره به د هګیو د تولید په برخه کې هم خودکفا شي. اوسمهال د هېواد په کچه د چرګانو شاوخوا ۱۴ زره فارمونه فعال دي چې په مستقیم ډول پکې سل زره او په غیر مستقیم ډول پکې ۳۰۰ زره کسان په کار مصروف دي.
د اقتصادي کمېسیون دې نوبتي غونډې ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د لبنیاتو سکټور د ځان بسیاینې پالیسي هم د بحث لپاره وړاندې او له هراړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون د سپارښتنو په پام کې نیولو سره تایید شوه.
د دې پالیسۍ په تطبیق سره به د هېواد د اړتیا وړ لبنیات په کور دننه تولید، پروسس او د مالدارۍ سکټور به ورسره وده وکړي.
په نباتي خوراکي غوړیو کې د ځان بسیاینې طرحه، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند وه، هم وړاندې شوه. یاده طرحه له هراړخیز بحث وروسته د اقتصادي کمېسیون د سپارښتنو په پام کې نیولو سره تایید شوه.
د دې طرحې له مخې به په بېلابېلو ولایتونو کې پر شاوخوا ۲۸۹ زره هکټاره ځمکه د پنبې، سویابین، کونځلو، شړشم، زغرو او لمرګلي نباتات کرل کېږي، چې د طرحې د لومړۍ برخې په تطبیق سره به د نباتي خوراکي غوړیو په برخه کې د هېواد ۳۰ سلنه اړتیا پوره شي.
د غونډې په پای کې د یوشمېر موضوعاتو تعقیبي راپورونه هم وړاندې شول، چې د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید شول.
یادې پرېکړې د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی دفتر ته واستول شوې.