عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی نن له غرمې مخکې په کندهار کې د پکتیکا ولایت د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي یوه ورځني روزنیز او اصلاحي سیمینار کې چې د پکتیکا ولایت والي، مرستیال والي او د یاد ولایت د علماوو د شورا رئیس د ریاستونو رئیسانو، ولسوالانو او د حوزو آمرینو هم پکې برخه اخیستې وه، ګډون او وینا وکړه.
سیمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شو، ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د سیمینار ګډونوالو ته لازم هدایات او وینا وکړه.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ټولو مسؤلینو د خدمتونه ستاینه وکړه، او د سیمینار ګډونوالو ته یې مهمې توصیې وکړې، هغه زیاته کړه، چې الله تعالی په مخلوقاتو کې انسان شرافتمند پیدا کړی، عقل، پوهه او علم یې ورکړی او انسان یې په ځمکه کې خپل خلیفه ګرځولی، تر څو د ځمکې د تعمیر او د ژوند چارې برابرې کړي.
الله تعالی وخت په وخت د انسانانو د اصلاح لپاره خپل رسولان رالېږل او هغوی به خلک د الله تعالی وحدانیت ته رابلل، او د ډبرو او بتانو د عبادت، فساد، ویني تویولو، د قومونو او قبایلو ترمنځ د جنګونو، او د منکراتو او د نورو د مال اخیستلو څخه به یې منع کول، او اوس دا وظیفه علماء کرامو ته سپارل شوې ده ځکه علماء د انبیاء کرامو وارثان دي.
جناب امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، الله تعالی په نژدې وختونو کې افغانان په دوو لویو جهادونو کې کامياب او بریمن کړل، او د شریعت د نفاذ لپاره زمینه مساعده شوه، نو په کار ده چې د ځانځاني، بي اتفاقي، انډيوالیزم، قومپرستي، او د منصب د شوق څخه ځان وساتو او په خپلو منځونو کې اتفاق، اتحاد، په شریعت استقامت او د خپلو مشرانو اطاعت وکړو، د جهاد اهداف عملي کول، د خلکو اصلاح او د خلکو په منځ کې عدالت، او امربالمعروف نهي عن المنکر کول خپل هدف وګرځوو.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلې وینا په اخیر کې د سیمینار ګډونوالو ته وویل، چې خپل نیتونه اصلاح کړئ، د علماوو سره ناسته کوئ، تقوا او تواضع اختیار کړئ، په خپلو منځونو کې یو بل ته نصیحت کوئ، په خپلو کې تذکیر او مذاکرې کوئ، د تکبر او غرور څخه ځان وساتئ، د خلکو سره ښه چلند وکړئ.
وروسته سیمینار نظام او خلکو ته د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېد والسلام.
۱/ذوالحجة/۱۴۴۶ هـ ق