د اسلامي امارت د کابینې څلورمه غونډه په کندهار کې ترسره شوه

د اسلامي امارت د کابینې څلورمه غونډه په کندهار کې ترسره شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی په مشري د اسلامي امارت د کابینې ۴ غونډه د ۱۴۴۷ هـ ق کال صفر المظفر میاشتي په ۱۸ نېټه په کندهار کې د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی د اسلامي امارت د کابینې غړو ته د خپلو مسئولیتونو د ښه ترسره کولو،د شرعي نظام د ښه تطبیق، د خلکو د ستونزو د حل او په اخلاص سره د خدمت کولو په اړه مهمې توصیې او لازم هدایات وکړل.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی وویل، د اسلامي نظام استحکام د دین په زده کړه سره راځي، کوښښ وکړئ خلکو ته دیني پوهاوی ورکړئ، د فکري سمون لپاره یې کار وکړئ، له بد اخلاقۍ څخه یې را وګرځوئ او د ناسمو افکارو او نظریو له تاثیره یې وساتئ، مذهب او عقیده ور وښایاست او په ټولو چارو کې د ﷲ تعالی په دین او مقدس شریعت منګولې ټینګي کړئ، همدا د هر څه لپاره اصل وګرځوئ، دا زموږ شرعي مسئولیت او د افغانستان د مسلمانانو غوښتنه ده.

تر وینا وروسته، د یو شمېر موضوعاتو په اړه بحث، د نظرونو تبادله او لاندي پریکړې وشوې.

۱ـ کابل ښاروالي ته مسئولیت وسپارل شو چې په کابل ښار کې د اړتیا وړ ځایونو کې جوماتونه جوړ او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته یې تسلیم کړي.

۲ـ د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو پر وضعیت، د هغوی د دوسیو څرنګوالی، د بند مودې، همدا ډول د محاکمو لخوا د هغوی په مورد په پریکړو هر اړخیز بحث وشو.

۳ـ جوماتونو، مدرسو، ښوونځیو او پوهنتونونو ته د لا ښې پاملرنې په اړه په مختلفو برخو کې د ارشاد، حج او اوقافو، پوهني، لوړو زده کړو او د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارتونو په مشرۍ هیئتونو ته دنده وسپارل شوه چې په ټولو برخو کې ارزونې وکړي، همدا ډول د کلیوالو مدرسو او په جوماتونو کې د درسي سیستمونو احیا او تقویې په اړه هم بحث او خبرې وشوې او اړوندو ارګانونو ته د امکاناتو تر حده د پاملرنې توصیه وشوه.

همدا ډول عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د بیلابیلو فکري اختلافاتو پر مخنیوي، د اتفاق او اتحاد په لا تقویت باندې ټینګار وکړ او په دې اړوند مسئولینو ته لازم هدایات او لارښونې وشوې.

ورسره په یو لړ نورو اړینو او مهمو مسائلو هم بحث او په ټوله کې د نظام د لا پياوړتیا لپاره په لارو چارو باندې غور وشو.

د کابینې دغه دوه ورځنۍ غونډه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا خلکو او نظام ته د خیر په دعا پایته ورسېده. والسلام