رئیس الوزراء د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رئیس او مل پلاوي سره وکتل

رئیس الوزراء د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رئیس او مل پلاوي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخوند د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان (رابطة العالم الاسلامي) رئیس محترم شیخ ډاکتر محمد بن عبدالکریم العیسی په مشرۍ پلاوي سره، چې په رسمي سفر کابل ته راغلی و، وکتل.

په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شوه، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي امیر خان متقي او د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هم حضور درلود، محترم رئیس الوزراء یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، خدای تعالی دې وکړي چې ستاسو دا سفر د اړیکو د پراختیا او همکاریو د دوام لامل شي.  

ورپسې د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رئیس افغانستان ته په خپل راتګ خوښي وښوده او وې ویل، افغانستان زموږ او اسلامي نړۍ په زړونو کې ځای لري او موږ د افغانانو پر وړاندې د اسلامي ورورولۍ احساس کوو، اسلامي امت دغسې ناستو ته اړتیا لري. 

نوموړي څرګنده کړه، افغانستان ډېر لوی تاریخ لري او دعا کوو چې خدای تعالی دې دغه شته امنیت او اسلامي نظام ته بقا او دوام ورکړي.

د دې اړتیا ده چې افغانستان له دنیا سره يو ځای او په ګډه مخته تګ وکړي، په دې کې شک نشته چې یو لړ چلینجونه به وي، لکه خوارج چې اسلامۍ نړۍ ته یې تاوان رسولی او د مسلمانانو نوم یې بد کړی، د دوی پر وړاندې مبارزه کې موږ له تاسو سره یوو.

محترم شیخ ډاکتر محمد بن عبدالکریم العیسی وویل چې په افغانستان کې ډېر ستر او جید علما دي، موږ غواړو د افغانستان علماء د رابطة العالم الاسلامي په شورا او دغه راز په ټولو لویو کنفرانسونو کې ګډون وکړي. 

نوموړي محترم رئیس الوزرا ته په خطاب کې وویل، تاسو یو غښتلی د بهرنیو چارو وزیر لرئ چې په مکه مکرمه کې ما ورسره کتنه درلوده او له افغانستان سره یې زموږ مینه لا زیاته کړه. د اسلامي ورورولۍ په پیاوړتیا کې د نوموړي هلې ځلې د قدر وړ دي. 

د اسلامي امارت محترم رئیس الوزرا د افغانستان او سعودي عربستان تاریخي اړیکو او همکاریو ته په اشارې وویل، سعودي عربستان د تاریخ په اوږدو کې په ځانګړي ډول د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د جهاد په کلونو کې له افغانانو او مجاهدینو سره ډېرې همکارۍ کړي او موږ یې د هغه ملاتړ قدرداني کوو.  

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء څرګنده کړه، له ستونزو څخه د اسلامي امت په راوتلو کې د علماوو مسئولیت تر عامو مسلمانانو حتی تر حکومتونو هم زیات دی، ځکه دوی د انبیاوو وارثان دي. علما دې د خپل معنوي او روحاني نفوذ له لارې د خپلو هیوادونو په حاکمانو فشار راوړي چې د مسلمانانو د ستونزو د حل په برخه کې ملموس اقدام وکړي.

نوموړي په فلسطین کې د صهیونستي رژیم له لوري په بې رحمۍ، ظلم او وحشت د مسلمانانو شهیدانولو ته په اشارې وویل، ټوله اسلامي نړۍ سره له دې چې وسایل او امکانات لري، د دغه روان وحشت او لوی غم په مقابل کې خاموش دي. خدای تعالی دې د نړۍ په مسلمانانو کې د فلسطین له مظلومو خلکو سره د همکارۍ روحیه پیدا او غښتلې کړي. 

محترم الحاج ملا محمدحسن اخوند د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رئیس سفر ته په اشارې وویل، خدای تعالی دې ستاسو دا سفر د مسلمانانو د اتفاق، د ستونزو د حل، زموږ او تاسو د دوامدار تګ راتګ، اړیکو او همکاریو لپاره مثمر وګرځوي. الحمدلله په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی، خدای تعالی دې ورته ثبات او استحکام نصیب کړي.

د اسلامي امارت محترم رئیس الوزرا د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو او همکاریو د دوام هیله څرګنده کړه او د یاد سازمان له رئیس څخه یې وغوښتل چې له خپل نفوذ څخه په استفادې دې د حج فریضې د ادا کولو لپاره د افغان حاجیانو د سهم د زیاتوالي غوښتنه له اړوندو مقاماتو سره مطرح کړي. 

د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رئیس د افغانستان اسلامي امارت محترم رئیس الوزرا له څرګندونو څخه په مننې وویل، تاسو په خپلو خبرو کې د علماو په موثر او فعال رول باندې ډېر ټینګار وکړ، خو متاسفانه چې د اسلامي نړۍ اعلامیې زیاتې ، مګر عملي کار یې کم دی. 

نوموړي وویل، په افغان ولس کې موږ د اسلامي نړۍ امتداد وینو او د امت مهمه برخه یې بولو. د غزې د مسلمانو وضعیت دردونکی دی؛دا د نسل وژنې څرګنده بېلګه ده. موږ تل په دې اړه خپل غبرګون په صراحت څرګند کړی او هلته روان ظلم او وحشت مو غندلی دی. 

د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رئیس په ټینګار سره وویل، موږ له اسلامي امارت سره ولاړ یوو، الله تعالی دې امارت، مسئولین او افغان ولس وساتي، خدای دې لا ډېر توفیق او بریاوې ورکړي، موږ ورباندې ویاړو. د افغان حاجیانو دسهمیې د زیاتوالي په اړه ستاسو وړاندیز به له اړوندو مسئولینو سره مطرح کړم او هیله ده چې پاملرنه ورته وشي. 

د اسلامي امارت محترم رئیس الوزرا له شیخ ډاکتر محمد بن عبدالکریم العیسی څخه وغوښتل چې د ده سلامونه او نېکې هیلې د سعودي عربستان مقاماتو او علماوو ته ورسوي. همدارنګه یې د دغه ډول سفرونو، اړیکو او همکاریو د دوام هیله وکړه. 

د دغې کتنې په پای کې د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رئیس محترم شیخ ډاکتر محمد بن عبدالکریم العیسی د کعبې شریفې پوښ د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخوند ته د متبرکې تحفې په توګه ورکړ.