د ریاست الوزرا اداري مرستیال د بغلان ولایت خوست و فرنګ او ګذرګاه نور ولسوالیو یو شمېر علماوو او متنفذینو سره وکتل

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د بغلان ولایت خوست و فرنګ او ګذرګاه نور ولسوالیو یو شمېر علماوو او متنفذینو سره وکتل

‏د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزار اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بغلان ولایت د خوست و فرهنګ او ګذرګاه نور ولسوالیو یو شمېر علماوو او متنفذینو سره وکتل.

په دې کتنه کې، مولوي روح الله، مولوي عبادالله خان او سید نورالدین اغا د نورو په استازیتوب د مختلفو مسایلو او ستونزو په اړه خبرې وکړې او هغو ته یې د رسیدګي غوښتنه وکړه.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هغوی د نظریاتو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې د اړوندو ارګانونو له لارې به یې مسایلو او ستونزو ته رسیدګي وشي.